کـــــــــــور د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه
ج چ څ ځ خ
جانان په هيڅ نه رضا کيږي د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه جانان زما زه د جانان يم که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه جانان زما سره پښتو کړي چې سترګې توري کړي لکۍ ورته پرېږدينه جانان مې ستوری د اسمان دی نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه جانان مې لاړو اسماني شو اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه جانانه تور څادر په سر کړه ځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه جانانه ته خو داسې نه وي د چا خبرې دې ضرور منلي دينه جانانه ته خوداسې نه وې ښايي جواري دې دبل چاخوړلي دينه جانانه خپل وطن ته راشه پردی وطن د مېړو قدر کموينه جانانه خپل وطن ته راشه په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه جانانه خپل وطن ته راشه غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه جانانه خپل وطن ته راشه که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه جانانه دومره په ما گران يې چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه جانانه دومره را سره واي لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه جانانه راشه چې پخلا شو زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه جانانه راشه چې پخلا شو عمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه جانانه راشه دا دی وخت دی پلار مې د سر سودا د بل سره کوينه جانانه راشه که ديدن کړي د زنکدن خولې په ما راغلي دينه جانانه راشه که راتلی شې ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه جانانه زېری مې درباندې زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه جانانه ستا د زړه لپاره زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه جانانه ستا ديدن لپاره زه په زړه شپاله کې بېرې ټولومه جانانه ستا ديدن لپاره زه د کابله په ټکس راغلی يمه جانانه غلی غلی ګورې يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه جانانه غم دې دومره خوږ دی چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه جانانه فکر پکې وکړه مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه جانانه ولې لېونی شوې په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه جانانه ويښ يې که ويده يې ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه جدايي راغله لارې دوه شوې مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه جنۍ د پلاره دی وير يږم ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه ځان په ازغوباندې سوری كړه كه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه ځان د وطن په شمع سيزه چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه ځان دې زما په ديدن موړ کړه بيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه ځای د داغلو په کې نشته جانانه څله داغوې داغلي زړونه چا يې پلو ليدلی نه و اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه چرګه مرۍ کې ناسور شه زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه چنار به ولې سر لوړ نه کا چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه چې په ژوندون مې په کار نشوئ که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه چې په ښايست مې خفه کيږې نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه چې په مرض مې نه پوهېږې طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه چې پېغله لور يې په کاله وي پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه چې پېغله لور يې په کاله وي د هغه کور سابه جواری مزه کوينه چې تاته ګورم ژړا راشي چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه چې تورو خاورو ته مي سپاري په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه چې توره نکړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه چې جنازه مي روانيږي پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه چې چېرته ته وای هلته زه وای نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه چې څوك له خپله ځانه دروندوي ټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه چې خط مې وايي ورته ژاړه ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه چې خويندې کښېنې ورونه ستايي چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه چې د ديدن نصيب يې نه وي په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه چې راپسې نشې قرانه زه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه چې ژوندون وي جانان به راشي چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه چې سا مې اوځي رانږدې شه په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه چې سترگې تورې کړم شرميږم چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه چې سر زما وي څنګل ستا وي د هغه وخت په انتظار يم رابه شينه چې سر زما وي څنګل ستا وي مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه چې سړی هر څومره پښتون شي زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه چې سور پرتوګ دې وکړو نور يې زمونږ دکلي منع کړه چې مرمه چې عاشقي يې کړې نه وي د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه چې عاشقي يې کړې نه وي هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه چې فکر بند په زولنو کړم چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه چې کله کله راپه ياد شې دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه چې کلي واله مې ګڼلې ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه چې مې په جېب کې دولت ډېر و خپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم چې مې د تورو سترګو وار و د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه چې وعده وکړې پوره يې نکړي ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه چې وي پښتون اوپښتونكړي داسې كسانوته به ګورې كړنګونه چې هديره باندې تيرېږې زما مزار ته مخ راواړوه مينه چې يوړم يوړم اوبو يوړم چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه چېرته عاشق سړی ولاړ دی ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه څانګه به نن سبا کې ګل شي ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه څنگ ته مې مه راځه جانانه سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه څنګه په سپينه جامه ګرځې رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه څنګه د ورايه په خندا شوې لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه څنګه نرۍ يې لکه لښته مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه څوک په رضا له ملکه نه ځي يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه څوک چې په چا باندې مين شي هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه څوک چې په شنو سترګو مين شي پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه څوک چې د ښکلو وفا غواړي ماته کيسه د صنوبر راياده شينه څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه څوک مې د حاله خبر نه دی لکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه خا ونده دا ګناه مې معاف کړی بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه خال به د يار له وينو کيدم چې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه خال يې په غونډه زنه کېده بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه خاورې د يار د کوڅې راوړئ پاس په کفن کې ( لا اله) راته ليکينه خاونده بيا دې پسرلی کړو جونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه خاونده بيادی مازد يګر کړ په ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه خاونده ټوله مې ترې ځار کړې زما په سر يې غرغرې منلي دينه خاونده څه چارې راوشوې نه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه خاونده دا به دې رضا وي چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه خاونده دا به دې رضا وي چې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه خاونده دا به ستا رضاوي چې دځوانۍ عمر په غم کې تيرومه خاونده دا ګناه مې معاف کړې بيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه خاونده سل ځله ژوندراكړې چې دجانان په مينه سل ځله مړشمه خاونده کوم يو پکې خوښ کړم مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه خاونده ما خو داسې نه وېل چې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه خاونده ما د ګودر ګل کړې چې جنکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه خاونده ما دګودر ګل کړی چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې چې جنازه يې د ارمانه سره وړينه خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې چې کلی کور يې د ځوانۍ ارمان کوينه خبر مې کله کله اخله د لېونتوب آواز مې نن سبا درځينه خپلو جامو سره مې خښ کړئ جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه خدايه د مور يې ورته پام کړې چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه خدايه دا مور يې لېونۍ کړې مئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه خدايه کوچيان په کوچ روان کړې چې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې شينه خدايه ګورګورې تورې مه کړې جنکۍ سرې شونډې ورځي تورې راوړينه خدايه مئين څوک په چا مه کړې چې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه خدايه نری نری باران کړې چې د ليلا ګډې تړلې پاتې شينه خدای به دې بيا راته محتاج کړي زومبک زومبک څڼې مې بيا راغلي دينه خدای به دې زلفې په لاس راکړي ماته د کلي ماشومان دوعا کوينه خدای به مو بيا سره يو ځای کړي دسمال راواخله اوښکې پاکې کړه مينه خدای په وړې جلکۍ مئين کړم د کوټنو ګټې په ما راچلوينه خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه بيا مې توبه ده ښېرې نه درته کومه خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه خلک به وايي چې سپېره دی يار يې مرينه خدای دې په تنګه کوڅه راکړه چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه خدای دې په داسې ځای کې راکړه چې ته نارې کړې زه دې غېږ کې ټينګومه خدای دې په سر منګی ټوټی کړه چې په اوږدو زلفو دې راشي سېلابونه خدای دې په واورو کې ايسار کړه چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه چې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه خدای دې د خولې لاړې دارو کړه زه درتلی نشم بس دوعا درته کوومه خدای دې زما کړه غونډې منډې په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه خط مې ليکو قلم مې مات شو د جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه خلک به وايي چې وړه ده وړې زما په زړه چړې منډلې دينه خلک تپوس له د رنځور ځي زه چې رنځور شم د جانان تپوس وړمه خلک چارګل خونړی بولي ما د نتکۍ په ډنډر ډېر وژلي دينه خلک دې وايي تُهمتونه زه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه خلک زيارت له پتاسې وړي زه د جانان لپاره غونډه روپۍ وړمه خلک شراب وڅښي نشه شي ما د ليلا د لاس اوبه نشه کوينه خلک قيامت ته خفه کيږي زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه خلک له غمه امان غواړي زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه خلک مې ټول تپوس له راغله هغه رانغلو چې يې پروت له غمه يمه خلکو زړې يارۍ تازه کړې زما په نوې يارۍ اور ولګېدنه خلکه ګودرګوري ګډيږی زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه خمارو سترګو ته دې وايه چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي خندا کوې ياري دې نشته تشه خندا د لباسې جنکو وينه خود به يې زه د در ملنګ يم چې سپينه خوله راته خيرات کې راکوينه خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم نامردې تا پکې ګني کرلي دينه خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم نامرې ټوله راپشا شه چې دې وړمه خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شې شکره نه ده چې په تول به کمه شينه خوله به په زوره درنه واخلم وړوکی نه يم چې ځاري درته کومه خوله به تر شونډو لاندې درکړم په تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه خوله به د خدای په رضا درکړم منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه خوله د ډېوې رڼا کې راکړه په توره شپه کې دې زلفان خولي له راځينه خوله د ملا د لور خوږه وي د شکرانې چرګان يې ټول خوړلي وينه خوله دې د تريو انار دانه ده د رنځورانو قافلې درپسې ځينه خوله دې د سپينو زرو جام دی زما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه خوله مې غوښته ژبه يې راکړه خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه