کـــــــــــور

د لنډيو لومړی مخ

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

 

د   ډ

 

د اباسين څپې دې يوسه چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه
 د اسری منګولې نری غاړه  ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه
د اواړه ستا د زړه لپاره چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه
د اوبو غړپ کولی نشم په زړه مې ستا د مينې ليک دی وران به شينه
د بې وفا جانان د لاسه د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه
د بې وفا نامه دې راکړه تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه
د تور لحد نه مې زړه بد دی  ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه
د تورو زلفو په ځنګل کې يار په منگول کې گرځوم چې ورک به شينه
د تورو سترگو ديدن راکړه راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه
د ټپو وار راسره کېده ماته بې واره ټپۍ خوند نه راکوينه
د ټپې وار درباندې راغی شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه
د ټولو بدو به توبه کړم جانانه ستا دمينې نه توبه کومه
د جانان ژبې ته حيران يم څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه
د جانان غم زما سايه ده چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه
د جانان مرگ راته اسان دی چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه
 د جلا لا ګودره وران شې  په جنکودې سا لنډی ولګاو نه
د جنازې بازو مي نيسه چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه
د جنکو کاپرې سترګې لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه
د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه
د چا په شنې سترګې خوښيږي څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه
د خپل وطنه به دې ورک کړم ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه
د خولې مې تورې وينې لاړې زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه
د ډاره غږ کولی نشمه د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه
د روغيدو تمه مې نه شته جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
د ريبارانو ځای جنت دی خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه
د ريبارانو ځای دوزخ دی خدايه زما ريبار له ورکړې جنتونه
د زړګي سره ناچاري ده مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه
د زړه دپاسه مې امبار شه د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه
د زلزلې پشانتې راغلی زه دې محفل کې د خبرو وويستمه
 د زلفو تار مې اوبو دروړو  په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه
د سپينې خولې قيمت دې وايه که سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمه
د سپينې خولې ياران دې نور دي شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه
د سترګو جنګ دی ورته ټينګ شه کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه
د سور سالو مېرمن ته وايه  نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه
د طالبانو دا عادت دی د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه
د غرغرې ميدان ته راشه سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه
د غرور جام به دې نسکور شي په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه
د فکر ټال دې راته جوړ کړو ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه
د کبرجن جانان د لاسه د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه
 د کشمالو منجيله وکړه  چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه
د کوه قاف غر ته ختل دي څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه
د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي  چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه
د ګودر غاړه ورته نيسه  د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه
د لرې مرم د نږدې سوزم افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه
د لنډۍ ونې نه دې ځار شم لکه سيسۍ چې په کمر ولاړه وينه
 د ماز د يګر ګودره وران شی  په خندا درشم په ژړا درنه راځمه
 د مازد يګر ګودر ته راشه  ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه
 د مازد يګر ګودر له راشه  زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
 د مازد يګر ګودر له مه ځه  پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه
د مرګي هسې نوم بدنام دی  زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه
د مړوند خوب چې چا ليدلی د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه
د مساپر يار زنکدن دی  مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه
د مسافرو ډلې راغلې زما د يار ډله وروستۍ ده رابه شينه
د ملکنډ د سر توتي وای په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه
د ملنګانو سره مل وای  ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه
د ملنګۍ کچکوله مات شې  چې در په  در دې ګرځوم تش دې راوړمه
 د منکو ټو کتار يې جوړ کړو  لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه
د منګوټو کتار يې جوړ کړو  لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه
د ناز کتو دې اثري کړم  د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه
د ناستې ځای دې راته ښايه چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه
د نيمې شپې راتګ دې ورک شه زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه
د نيمې شپې سندرې خوند کا  څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه
د وطن تيګې مې خوراک وای نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه
د وفا تمه ترېنه مکړه  بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه
د يار يوه شوه زما بله نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه
 د يدن دی سین کړه را لا هو کړه  زه په غاړه دګودر ولاړه يمه
دا اوسني زلمي د څه دي د جنکو پسې د پيازو غوټه وړينه
دا به د پاک الله رضا وي چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه
دا به له ما نه پوره نشي چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه
دا په ځير ځير چې درته ګورم ما درکې نښې د يارۍ ليدلې دينه
دا خو انصاف نه دی جانانه چې دې مين کړم اوس مې نه کړې تپوسونه
دا خو د استا د يارۍ ټس دی  چې په زېړي مازديګر کډې بارومه
دا خو مې زړه دی چې لا ټينګ دی دومره غمونه دريابونه وچوينه
دا دا مې نه درکوي تاله راشه زما په دا دا وکړه تعويذونه
دا ستا به هېر وم که په ياد وم  زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه
دا ستا په سترګو کې پيريان دي چې په تا راشي غوټې ماله راکوينه
دا ستا په مينه مې سوگند دی ما دې خدای نه لري چې تا به هيرومه
دا ستا د دوه ورځو خندا وه زه به ژړا درپسې ټول عمر کومه
دا سر تړلې مور دې مړه شه چې پيشو ميو کړي دا به نېغه ناسته وينه
دا سر تړلې مور دې مړه شه د ورځې خوب کړې د شپې تا رانه ساتينه
 دا سرې منګولۍ نری غاړه  ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه
دا لېونی لېونی ګرځه په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه
دا ما پخپله په ځان کړي که مې ددې نه حال بدتر شي خوښ پرې يمه
دا مخامخ دېواله پرېوزې تانه پناه دي تورې سترګې شنه خالونه
دا نازولې لور د چا ده  چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه
 داده ګودر غاړه راواخله  لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه
 داسري منګولی نرۍ غاړه  لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه
دځان عزت كه چېرې غواړې مدام كوه دنوروخلكوعزتونه
 ددې ګودر غاړې ته ګوره  نری لوګی دی پېغلې زړونه وريتوينه
ددې نه لا وړوکی ښه وم د جنکو سره به يو ځای ګرځېدمه
دريغه چې زه دياركفن واى چې په لحدكې ترې چاپېره وای مینه
 دګودر خواکې وني کيږده  چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه
 دګودر زر اجازت راکړه  ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه
 دګودر غاړه به ښا يسته کړی  ورله روان شول د بلبلو کاروانونه
 دګودر غاړه پری ښايسته ده  څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه
 دګودر غاړه دي اغزي کړه  په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه
 دګودر غاړه ورته نيسم  زما جانان پردی لار تللی رابه شينه
 دګودر غاړه ورته نيسه  دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه
 دګودر غاړه ورته نيسه  ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه
 دګودر غاړهيې ناغه کړه  زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه
 دګودر هر بو ټی دارو دی  چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه
 دګودر هر بو ټی داروده  چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه
 دګودر هر بوټی تازه دی  هرمازد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه
 دګودر هر بوټی دارودی  جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه
 دګودر هر مازد يګری ښه وې  چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه
 دمازد يګر اوبوله مه ځه  په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه
دمينې دغه نښانې دي ديوۀ زړګي نه بل ته لاره تللي وينه 
دونيا د يار له سره ځار کړه دونيا به تل وي ياران کله کله وينه
دې پورې کلي کې مين شوم ملک يې څوک دی ننواتې ورليږمه
ډولۍ يې ودروه غمازه چې اخيري ديدن يې وکړم بيا دې ځينه
ډيوه رڼا کړه خوله مې واخله سبا به وايې چې ما خوب ليدلی ونه
ډيوې مې بلې په مزار کړه چيرته وختونو کې د مينې يار دې ومه