پښتو لنډۍ شپږم مخ
د لنډيو لومړی مخ کـــــــــــور(د هېواد لومړۍ پاڼه)
ارمان ارمان تېره ساعته پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه دا ستا به هېر وم که په ياد وم زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه عاشقي مه کوئ عالمه بس کړه چې زما په ځوانۍ اور ولګېدنه په تُهمت مه شرمېږه ياره په ښو ځوانانو پسې تل وي تُهمتونه ودې ويشتم پورته دې نه کړم خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه بيا به پدې کلي رانشم د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه مبارکي راکړئ عالمه د تهمتونو سره يار قبوله کړمه ماد ګودر په غاړه خښ کړئ چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه مړ مې د يار په کوڅه يوسئ چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه بېلتون دې قدر رامعلوم کړ اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه بېلتون يوازې په ما ندی د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه بېلتون يواځې په ما ندی بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه آسمانه درز وهه راولېږه په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه په ا خرت به لالی غواړم په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه ټوټې ټوټې درباندې زه شوم په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه سر په تېشه وهل اسان دي فرهاده ګران دي د يارۍ سوي داغونه د نيمې شپې سندرې خوند کا څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه خط مې ليکو قلم مې مات شو د جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه بې ننګه ننګ راباندې وکړه سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه په زنکدن دې ژبه بند شه ماته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه زه لېونو سره خوشال يم زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه پاس په هوا راشه جانانه لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه د ملنګانو سره مل وای ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه مرګی په تنګه کوڅه راغی ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه مرګيه دومره صبر وکړه يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه د مرګي هسې نوم بدنام دی زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه د تور لحد نه مې زړه بد دی ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې چې کلی کور يې د ځوانۍ ارمان کوينه خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې چې جنازه يې د ارمانه سره وړينه خاونده دا به دې رضا وي چې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه خاونده دا به دې رضا وي چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه خاونده څه چارې راوشوې نه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه د ملنګۍ کچکوله مات شې چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه قبر مې لوڅ کړه حال مې ګوره په خُمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه قبر مې څنګ کې ورته جوړ کړئ چې مرور جانان په ګور کې پخلا کړمه کفن مې کلک وګنډه مورې د ځوانۍ ټول عُمر پدې کې تېرومه په تور لحد کې به نارې کړم زه د دنيا نه ارمانجن راغلي يمه په اخرت کې به نارې کړم چې ناداني وه په ګناه نه پوهېدمه خاونده ما د ګودر ګل کړې چې جنکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه په ما دې ځوانه ځواني اور کړه په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه مورې کوچيانو ته مې ورکړه چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه ستا په جفا مې پروا نشته ما ژړوي د رقيبانو پېغورونه زړه مې د خولې په وينا نه دی که نصيحت ورته سبا بېګاه کومه ځای د دغلو په کې نشته جانانه څله داغوې داغلي زړونه يو زخم نه دی چې به جوړ شي هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه دا خو د استا د يارۍ ټس دی چې په زېړي مازديګر کډې بارومه په مرک به دواړه سره مړه شو ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه په مرګ به مرم پاتې به نشم ګور ته به يوسم ستا رټلي ځوابونه رب دې زما کړه خپله ياره ما ستا په سر باندې اخيستي تُهمتونه په ژړا هغه خلک ژاړي چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه بې غېر له تا مې عمر ګران دی زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه بيا به دې نوم په خوله وانخلم بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه خلک له غمه امان غواړي زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه خلک دې وايي تُهمتونه زه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه ستا خو په يو تُهمت رنګ زېړ شو زه د تُهمت رسۍ په غاړه کې ګرځومه خلک قيامت ته خفه کيږي زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه ستا په تُهمت مې جامې رنګ شوې اوس به رنګ شوې جامې چېرته زړومه خاونده دا ګناه مې معاف کړې بيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه د وفا تمه ترېنه مکړه بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه که دې خندلي راته نه وای غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ ارمان به هلته زما درشي چې مې زوزان په قبر وسپړي ګلونه ارمان به هلته زما درشي چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه ارمان به هلته زما درشي چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه که ملامت يم ما دې مړ کړي چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه مساپري دې ډېره وکړه راځه راځه روزي به خدای رارسوينه