کـــــــــــور د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه
ا ب پ ت ټ
اب کوثر جانانه راشه د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه اب و دانه مې شوه تمامه ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه الله دې تا په چا مين کړي چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه الله درې ژر تياره ماښام کړي چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه اباسين بيا پۀ څپو راغی پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه اباسين بيا څپې څپې دی هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه اباسين راغی غاړې غاړې پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه اپت وهلي کښت ته راغلم نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه اټې اټې زلفې دې توی شوې د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه اجر و جزا د عمل حق ده څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه احمده خدای دې جنتي که تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه اختر به بيا وطن ته راشي زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه اختر پرون ؤ پرون تېر شو دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه اختر پرون تېر شو عالمه د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه اختر په منډه منډه راغی نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه اختر ته ډېره خوشالېږم زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه اختر د واړو مبارک شه دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه اختر دې تا ته مبارک شي چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه اختر له تا سره ښایېږي نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه اختر نژدې دی روژه لاړه ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه اختر نژدې دی ياره راشه مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه اختره ستا د برکته د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه اخر به مرم پاتې بۀ نه شم ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه اخر بۀ پاتې شې ميدانه مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه اخر بۀ خاورې شې بدنه که دې هر څو پر وطنو وګرزومه اخر بۀ خاورې شې جانانه ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه اخر بۀ خاورې شې صورته که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه اخر بۀ دا دنيا شي ورانه تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه اخر بۀ کند کچکول راواخلم چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه اخر بۀ وران شې پېښوره د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه اخر ته داسې درته وايم اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه اخرنی ځای دې لحد دی ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه اخيري ورځ ده راته ګوره بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه ادکې مورې څراغ بل کړه د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه اذان پۀ ځنډ کوه طالبه زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو که مې له سرو سترګو ويني تويومه ارمان ارمان تېره ساعته پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه ارمان ارمان خپله وطنه د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه ارمان ارمان د دا دا کوره د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه ارمان ارمان دی لويه خدايه چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه ارمان به وکړې وخت به تېر وي بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه ارمان به هلته زما درشي چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه ارمان به هلته زما درشي چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه ارمان به هلته زما درشي چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه ارمان به هلته زما درشي چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه آسمانه درز وهه راولېږه په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه اسماني تندر شوې جانانه په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه امانتي مې ګور کې کېږدئ که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه آواز يې اورم کتی نشم په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه اوبه د بر ګودر خوږې دي زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه اوبه د کوز ګودر خوږې دي لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه اوبه دکوز ګودر خوږې دي زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه اوبه دهر ګودر خو ږې دي جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه اور چې بليږي اخر مړ شي د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه اوښکي مې سيند غوندې بهيږی بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه اول به ته ورته حيران شې که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه اول به کله کله غم و اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه اول دې ويل چې رامين شه اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه اول مې فکر درته نه و اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه ايمان دې ښه راته معلوم دی په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه بابا ته لاړې سوال دې وکړو په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه بابادې ماوژلی نۀ دی چې راته نيسې دزړې ولې بندونه باباکوچيانوته مې ورکړه چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه باباګلان دباغه راوړه زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه بابامې نۀ درکوي ياره لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه باباولي پرکندهاردی زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه بابوټيکس دې بېرته واخله زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه بابوټيکس دې بېرته واخله مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه بابوکره زموږ وطن دی جندوله تاته سلامي راغلی يمه باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه باچارخصت راکه چې ځمه چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه باد د جنت پکې لګيږي د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه باددبهۍ پۀ کې لګېږي دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه باددپغمان له لورې راغی زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه باددخوتن دی راالوتی ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه باددې پلوله مخه يوسه چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه بادسبازماقاصد شه زماشيرين اشناته يوسه سلامونه بادسبايارمې ويښ نه کړې دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه بادمې ديارله لورې راغی پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه بادنن له پاسه که ښکې دی بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه باده پربادمې سلام وايه پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه باده په باد مې سلام وايه په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه باده دخدای روی مې دروړی ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه باده ديارحالونه راوړه ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه باده ديارله لورې راشه ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه باده سلام پۀ جانان وايه هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه باران داوښکومې ورېږي بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه باران که اوري باک يې نشته واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه بارانه ورو ورو واورېږه دمسافرجانان مې نشته دالانونه بارانه ورو، وروپرې ورېږه په مسافر اشنا مې نشته دالانونه بارانه ورو، وروپرې ورېږه وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه باغ چې دزاغ پۀ حواله شي بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه باغ له دې تله مناسب نۀ دي پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه باغچې دګلوشوې سمسورې باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه باغوانه پاڅه چې سهار دی ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه باغوانه ورشه باغ سوتره که سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه باڼه دې مړه دي ښکته ګوري لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه باڼه دی ورو جګ کړه شير ينې ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه بدن درياب زړه مې ګودر دی د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه بړستن دې واغوسته ويده شوې په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه بله ډيوه شه راته کښېنه زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته چې په خالي مړوند دې سر ولګومه بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه بورا به خدای په گلو موړ کا باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه بيا به پدې کلي رانشم د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه بيا به د کلي په منځ نه ځم د کلي منځ دلېونۍ ورسېدنه بيا به ديار کلي ته نه ځم په خندا لاړ شم په ژړا بېرته راځمه بيا به دې نوم په خوله وانخلم بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه بيا به نرۍ جامې ونکړم باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه بې غېر له تا مې عمر ګران دی زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه بې ننګه ننګ راباندې وکړه سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه بې وفا هله راته وايه چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه بېګا مې مړ په خوب ليدلی سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه بېګاه په خوب کې ژړا راغله د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه بېلتون په هر چا مېلمه کيږي ماته چې راشي نو کلونه تېروينه بېلتون د خلکو د خندا کړم ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه بېلتون دې قدر رامعلوم کړ اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه بېلتون يواځې په ما ندی بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه بېلتون يوازې په ما ندی د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه بېلتونه راشه ستړی مه شې زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه بېلتونه کور دې راته ښايه د زور دې نه يم ننواتې به درځمه بیا به منګی ته ګو تی نه کړم مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه پاس پراسمان راشه رامداره داسمې لارې راڼېزونيولې دينه پاس پراوږودې منګی مات شه چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه پاس پربام مه خېژه کوترې پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه پاس په کمره ولاړه ګله نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه پاس په ګودر ولاړه ګله يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه پاس په ګودر ولاړې ګله نصیب د چا يې او به زه در خيژومه پاس په هوا راشه جانانه لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه پاس په هوا راشه جانانه د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه محمدوخوت دالله ديدارته ځينه پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه پاس پۀ تيرااوره بارانه دپېښورپۀ برخه سېل دی رابۀ شينه پاس پۀ سينه ځای راته جوړکه مزل وهلې ځمکه ځای نۀ راکوينه پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې بازمې رنځوردی لۀ خولې وينې تويوينه پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه پاس پۀ هواراشه جانانه داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه پاس د آسمان ستورو ته ګوره په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه پاس داسمان ستوروته ګوره پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه پاکه مولا که ته يې واخلې سړی سړی نه دی په بند يې ناسته يمه پالنګ دسرونالۍ دزرو ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه پام کوه واردې خطانۀ شې دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه پانسۍ دزلفوماته راکړه زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه پاولی ديخ سينه دې تخت دی چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه پتنګ پۀ خاص څراغ مين دی ښايسته خولمردی ځان پرې نۀ کبابوينه پتنګ خويوځل شهيدشوی افرين ماته چې مدام سوزم مينه پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه پتڼ پۀ منځ دبازارراغی شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه پتڼه راشه کۀ پرې سوځې ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه پټ د ګودر په غاړه کينه چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه پټ کرمونه درب ډېر دي جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه پټکی دې کوږ په وريځو کېده زه د همزولو په کتار کې ناسته يمه پخوا به کله کله غم وو اوس د غمونو قافلې راسره ځينه پر ګودر څه بلا لګيږی چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه پر ګودر ګڼي ونی کیږده چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه پر ګودر نښه راته کيږده د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه پردېس ځوانانو سره خوند کړي چې جنکۍ په سفر ځي ارمان راځينه پرګودر سپينه سينه اوړی په لاره تير يدم ودی ويشتمه پرګودر سور سالو ښکاره شو ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه پرهر پرهر په توره راشې چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي په لامبوزن اشنا مې ډيره نازيدمه پرېږده چې سپي مې غوښې وخوري بې وفا ياره در په در دې لټومه پرېږده چې سرو وينو کې رنګ شمه د نيمې شپې له ديدن نه کراريدمه پلار يې د بر کلي ملک دی لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه پلاريې دبر کلی ملک دی لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه په ا خرت به لالی غواړم په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه په اخرت کې به نارې کړم چې ناداني وه په ګناه نه پوهېدمه په اوښکو لوند ګرېوان مې ګوره ستا له پېغوره مو رپه کور بند کړی يمه په باغ کې سرې غوټۍ ته وايه چې تاته تور کشمالي ډېر سلام کوينه په بام ولاړه يمه زنګېږم د خوبه نه يم د يار غم غلطومه په بل وطن کې پيدا نشوې د نارنج ګله ننګرهار ته به درځمه په بنګو چرسو مې کار نشته چي د جانان په کوڅه تېر شم نشه شمه په پتاسو دې اموخته کړم اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه په تصور مې ځان پاچا کړ چې سر مې جګ کړلو ګدا د دونيا ومه په تن مې تور چينجي لګيا شول زړه ترېنه ساتم پکې ستا مينه لرمه په تناره مه ورغوړېږه د وربل څوکې به دې اور وسوزينه په تور لحد کې به نارې کړم زه د دنيا نه ارمانجن راغلي يمه په تورو ټوک ټوک شي مړ مشې چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه په تورو سترګو يې شهيد کړم تورې جنډې راباندې ودروئ مينه په تُهمت مه شرمېږه ياره په ښو ځوانانو پسې تل وي تُهمتونه په جدايۍ دې خفه نه يم خفه پدې يم چې رقيب دې خپلوينه په جهان دوه څيزه مزه کا يا سپينه خوله يا د بوړي توپک غږونه په څه خفه په څه جدا شوې اوس راته وايه چې توبه ترې اوباسمه په خوله به جنګ درسره وکړم د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه په خوله به جنګ درسره وکړم د زړه کوڅې درځنې کله بيلومه په خوله به جنګ درسره وکړم د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه په خولې توبې توبې اوباسم په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه په دا يوه خبر خوشحال يم چې خان غريب به ټول يوې خاورې ته ځينه په داسې خلكودې بدل كړم چې دعزت سرمايه بالكل نه لرينه په ديواله مې سر اوچت کړو جنۍ لګيا ده ځانله سترګې توروينه په زړه به لويه تيګه کېږدم جانانه تانه به يې ورو ورو صبرومه په زړه دې ډېر داغونه راکړل ستا دجفا کيسې به چا چا ته کومه په زړه مې غر دګيلو پروت دی هله به يې وايم زه دې سر په زنګون ږدمه په زنکدن دې ژبه بند شه ماته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه په زنکدن کې مې رانغلې د جنازې لاندې مې مه ځه مخ تورنه په زنکدن مې راحاضر شه بيا تر قيامته پورې نشته ديدنونه په زنکدن مې راحاضر شه چې په سلګو کې سترګې تاته واړومه په زيارتونو به جوړ نه شم ما به د سپينې خولې ازاد اخيستی وينه په ژړا هغه خلک ژاړي چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه په سپينه ږيره راپسې شوې رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه په سر دې کوم غماز ولاړ دی چې دې زما غريب يارۍ ته نه پرېږدينه په سور سالو کې ګناه نشته ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه په صبر صبر پوره نشوه سبا مې نيت دې بې صبرۍ ته ملا تړمه په صورت روغ درته ښکاريږم لکه غنم د زړه په سر چاودلی يمه په غټو سترګو دې مين شوم ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه په غم کې ستانه کمه نه يم لېونۍ نه يم چې به کلي خبرومه په کټ کې سمه شه ځای راکړه لکه لړم په دېوالو رااوښتی يمه په کشمالو کې مې حلال کړئ چې جنازه مې ښاپيري اوچتوينه په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه په کوژدن شوې مئين مه شې ته به ولاړ يې دا به بل ته ودوينه په گودر سور سالو ښکاره شو ما ويل دې سپينو اوبو اور واخيست مينه په ګودر څه ټکه لو يدلی چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه په ګودر سور سالو ښکاره شو ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه په ګودر سور سالو ښکاره شو چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده په لاره تلې کږه وږه شوې د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه په لاره تلې مخ دې راستون کړو د ظالم لورې په ګولۍ دې وويشتمه په لښتي ټوپ کړه بيا راټوپ کړه چې د اوربل روپۍ دې ګډې وډې کړمه په لوی ګودر دی څڼی پری ولی په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه په ما دې ټول کلی خبر کړ په تا دې يو دا دا خبر دی زړه دې چوينه په ما دې ځوانه ځواني اور کړه په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه په ما دې کړې څه بلا ده چې دې د در خاورې په جېب کې ګرځومه په مخ دې شړک د زلفو راکړو ځکه مې اوښکې د ملالو سترګو ځينه په مرک به دواړه سره مړه شو ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه په مرگ به مړ راپسې نشې دا لباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه په مرګ به مرم پاتې به نشم ګور ته به يوسم ستا رټلي ځوابونه په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې له ی ورځمه په مسافرو مې زړه نه سوو اوس مې پرې سيزې چې مې يار مسافر شونه په ناعلاجه مرض پروت يم په اشنا دوه قدمه ګران دي نه راځينه په نيمه شپه دې بېرې راوړې بېرې دې نه خورم ما توتان خوړلي دينه په نيمه شپه راشه جانانه د زړه تمبې مې نيمکښو پرې ايښي دينه په وينو سور لکه ګلاب شه پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدينه په يار مې ترخې زرغونې شوې زه يې د ديدن په تمه يم چې رابه شينه په يارانه دې پويه نه شم په جدايۍ دې لکه مالګه اوبه شومه پيزوان په کورمه کې جوړيږي د پېښور زرګره مات دې زه لاسونه پېزوان مې ستا برېتو کې بند شو تر دروازې پورې جوړه درسره تلمه پېزوانه ستا نه ګيله من يم د ليلا سرې شونډې خو تا ښکل کړې دينه پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه پېغلتوب نيمه پاچاهي وي ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه پیغله ګودر ته روانيږی زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه تا به په سرو وينو کې پرېدي ما ژړوي د معشوقو دغه ظلمونه تا چې په مخ څپېړه راکړه د دلاسې سړی مې نشته وبه مرمه تاسی دی بر ګودر ته ګوری د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه تپه تياره ده نه دې وينم بنګړو ته شرنګ ورکړه چې ودې پېژمه تر هديرې راسره لاړ شه د جنازې بازو مې پرې نه دې مينه تردې پوړي ټوپک دې ځار شم په غاړه ستا دی کږه زه درسره ځمه تکل به کله د راتلو کړې زه دې د لارې څوکيداره ناسته يمه تنور چې تود شي اخير سوړ شي زړه چې مئين شي هميشه لمبې وهينه تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه ته د ګودر غاړی ته راشه ما په منګی کې پراټی راوړی دينه ته ماز ديګر ګودر ته راشه په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه ته ماز ديګر ګودر ته راشه زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه ټبر دې ټول راباندې ګران دی زه ستا لپاره د وړو سلام کوومه ټکرې د ځان پسې راکاږې خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه ټګي دې وکړه ټکه ياره ستا دې ټګي زما دې صبر په خدای وينه ټنګه وعده راسره وکړه د جنکو په وعده نه شته اتبارونه ټوپک ويشلی به خدای جوړ کړي سترګو ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه ټوټې ، ټوټې په تورو راشې د بې ننګۍ آواز دې رامشه مينه ټوټې ټوټې درباندې زه شوم په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم بيا به په نوم د يارانې سړی رټمه ټول مې د زړه په سر راټول شوې ميرات شې غمه په خندا دې تېرومه ټيکری د ځان پسې راکاږي خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه